د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم پر کنړ ولايت د پاکستان وروستیو بریدونو ته سخت غبرګون ښودلی او دا ئې تجاوز او جنایت بللی.
هغه له نړۍوالي ټولني غوښتي، چي پر دې پېښه چوپه خوله پاته نه سي.
د راپورونو له مخي، د دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ د کنړ ولایت پر مرکز او د سید جمالالدین افغان پوهنتون پر ساحه راکټي بریدونه کړي، چي لږ تر لږه ۷ کسان په کښي وژل سوي او ۸۵ نور ټپیان دي.
ط..البان وایي چې په دغو بریدونو کي د پوهنتون ترڅنګ استوګنیزي سیمي هم په نښه سوي دي، خو پاکستاني چارواکي د ط..البانو دغه ادعاوي نه مني.