د ط..البانو روغتيايي مسئولينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو د کنړ ولايت پر يارګل سيمه او د سیدجمال الدین افغان پوهنتون باندي راکټي بريدونه کړي وو.
د هغه په خبره چي د دغه بريدونو له امله د وژل سوو کسانو شمېر ۷ تنو ته او د ټپيانو شمېر ۸۵ تنو ته لوړ سوی دئ.
د هغه په خبره، چي په ټپيانو کي ۳۰ تنه د پوهنتون محصلان او استادان هم شامل دي.
باید وويل سي، چي د کنړ ولايت د ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې سلګونو کورنيو د جګړې له امله خپل اصلي کورونه پريښي دي.