د ط..البانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، ط..البان له خپلو سیاسي او وسلهوالو مخالفانو سره د خبرو له پاره اړتیا نه ویني.
متقي له بيبيسي سره په مرکه کي په افغانستان کي د وسلهوالو مخالفو ډلو فعالیتونه کم ارزښته بللي او ویلي ئې دي چي دا د ط..البانو له پاره جدي ستونزه نه ده.
هغه زیاته کړې، چي ټول افغانان، که د ط..البانو له حکومت سره موافق وي او که مخالف، افغانستان ته د بېرته ستنېدو او په هیواد کي د ژوند کولو حق لري؛ خو له مخالفانو سره د خبرو له پاره د نوي پروسې پیل ته اړتیا نسته.
نوموړي د ط..البانو د نړۍوال رسمیت پېژندني په اړه هم ویلي چي یوازي رسمیت پېژندل د افغانستان ستونزي نه سي حل کولای.
بايد وويل سي چي د ط..البانو د بيا راتګ پنځه کاله پوره سوي؛ خو تر اوسه یوازي روسیې ط..البان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت پېژندلي، خو ډېری هیوادونه او ملګري ملتونه ط..البان د افغانستان واکمنه اداره بولي او په رسميت ئې نه پېژني.