د نورستان د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د نورستان د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په نورګرام ولسوالۍ کي يو موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ، چي له امله ئې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.