د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د چهار شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي تېره شپه ناوخته د پاکستان پوځ په کنړ، خوست او پکتيکا ولايتونو باندي بمبار کړی.
د هغه په خبره چي په دغه هوايي بريد کي ۱۱ ولسي وګړي وژل سوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
د م.جاهد په وينا چي په قربانيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
هغه وايي چي پاکستان د افغانستان هوايي حريم نقض کړی او دغه بريد ئې ستر جنايت بللی دئ.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د دفاع وزير ملا يعقوب څه موده مخکي روسيې ته سفر کړی و او د روسيې سره ئې د پوځي همکاريو يو تړون لاسليک کړي. هغه تر ياد سفر وروسته ويلي، چي پاکستان به داځل پر افغانستان د بريد کولو جرئت ونه لري؛ خو د هغه د ياد اخطار سربېره پاکستان د ډيورنډ فرضي کرښي ته څېرمه هوايي بريدونه کړي.