د ط..البانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله م.جاهد وايي

د ط..البانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله م.جاهد وايي، ط..البان غواړي له ټولو هیوادونو سره ښې او مثبتي اړیکي ولري او د دې هدف له پاره ئې هڅي رواني دي.
م.جاهد ویلي، افغانستان له ډېری ګاونډیو هيوادونو، اسلامي هيوادونو، چین او روسیې سره ښي اړیکي لري، خو له پاکستان سره په وروستیو کي ځیني ستونزي رامنځته سوي دي.
نوموړي ويلي چي د ط..البانو حکومت هڅه کوي له نورو هیوادونو سره خپل تعامل پراخ کړي او سته ستونزي په تدریجي ډول حل کړي.

هغه دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي پاکستان ادعا کوي چي ط..البان په افغانستان کي ترهګر روزي او وروسته ئې پاکستان ته لېږي، خو ط..البان دا نه مني.