د ایران د قضایي ادارې اړوند میزان خبري اژانس خبر ورکړی چي علي همتي او مجید نیکاندیش، چي د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتي په اعتراضونو کي په مشهد ښار کي نیول سوي وو، اعدام سوي دي.
د میزان په راپور کي ویل سوي چي دغه دوه کسان د مرغومي د ۱۸مي نېټې د اعتراضونو اصلي کسان بلل سوي او د مشهد د طبرسي سیمي په پېښه کي د څلورو پولیسو په وژنه کي ئې هم لاس درلود.
د بشري حقونو سازمانونو د راپور له مخي په تېرو پنځو میاشتو کي په ایران کي ۵۹ کسان د سیاسي تورونو له امله اعدام سوي دي.