د ط..البانو د طبیعي پېښو پر وړاندي د چمتووالي او مبارزې مسؤلین وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پوري په افغانستان کي د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۶۸۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخي، په یادو پېښو کي ۳۰۱ کسان وژل سوي او ۳۸۵ نور ټپیان دي. همداراز زرګونه استوګنیز کورونه زیانمن سوي او يو شمېر عامه ځايونه هم تخريب سوي دي.
د يادي ادارې په وينا چي دغو پېښو ۵۸۰ کيلو متره سړکونه، ۲۶ زره زراعتي ځمکه ، ۴۳۰۰ باغونه ئې تخريب کړي او نژدې ۱۸ زره کورنۍ ئې اغېزمني کړي دي.