په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د امنیت شورا غونډي ته ویلي، چي افغانستان لا هم د سیاسي، اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دئ.
د هغه په خبره اوسنی وضعیت او حاکم نظام د افغانستان د خلګو غوښتنو ته جواب نهسي ورکولای.
نوموړي زیاته کړه چي بېوزلي، بېکاري او پر بشري مرستو د میلیونونو افغانانو تکیه دوام لري، په داسي حال کي چي د ښځو او ځوانانو پر وړاندي محدودیتونه د ټولني پر راتلونکي منفي اغېزې کوي.
فایق د نړۍوالي ټولني له غړو وغوښتل، چي د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او ټولګډونه حکومتولۍ په برخه کي یو ګډ او پیاوړی دریځ خپل کړي او افغانستان دي د روان بحران څخه وژغوري.