د ط..البانو د طبیعي پېښو پر وړاندي د چمتووالي اداره وايي په تېرو ۴۸ ساعتونو کي د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کي د سختو

د ط..البانو د طبیعي پېښو پر وړاندي د چمتووالي اداره وايي په تېرو ۴۸ ساعتونو کي د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کي د سختو بارانونو، توپانونو، سېلابونو او غره ښویېدني له امله ۱۰ کسان وژل سوي او ۶ نور ټپیان دي.
د دغې ادارې مرستیال ویاند، تاج محمد همت، ویلي چي دغو پېښو پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.
د نوموړي په وینا، شاوخوا ۲۱۵ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ سوي او ۴۳۷ نور کورونه جزئي زیانمن سوي دي.

بلخوا د چاپېریال د برخي متخصصین وايي، د اقلیمي بدلونونو له امله د سختو ورښتونو زیاتوالی او د اوبو د مهار له پاره د معیاري زېربناوو نشتوالی، په افغانستان کي د خونړیو سېلابونو د راوتلو مهم لاملونه ګڼل کېږي.