د افغانستان د ازادۍ جبهې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي تېره شپه ئې د کابل څخه بدخشان ته پر لاره د ط..البانو پر کاروان برید کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي ئې شپږ ط..البان وژلي او اووه نور ئې ټپيان کړي دي.
د يادي جبهې په وينا چي په دغه بريد کي دوی ته هېڅ ډول زيان نه دئ رسېدلی.

بايد وويل سي، چي ط..البانو تراوسه پوري د افغانستان د ازادۍ جبهې د يادي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.