د ط..البانو د عامي روغتيا وزارت ويلي، چي نن دوشنبه د افغانستان په ۳۲ ولايتونو کي د پوليو واکسين پيل سوی

د ط..البانو د عامي روغتيا وزارت ويلي، چي نن دوشنبه د افغانستان په ۳۲ ولايتونو کي د پوليو واکسين پيل سوی دئ. دغه وزارت ويلي، چي په يادو ولايتونو کي به ټولو هغو کوچنيانو ته چي عمرونه ئې تر پنځو کلنو کم وي د پوليو واکسين به ورکول سي.
ټاکل سوې ده، چي په دغه درې ورځني کمپاين کي به ۱۲.۶ ميليونه هغه کوچنيانو ته چي عمرونه ئې تر پنځو کلنو کم وي واکسين ورکول سي.
د ط..البانو دغه وزارت د ټولو والدينو څخه غوښتي، چي خپلو ټولو ماشومانو ته دغه واکسين ورکړي؛ ترڅو اولادونه ئې په راتلوونکي کي د دايمي فلج څخه ساتل سوي وي.