ط..البان وايي، چي په افغانستان کي د وروستيو سېلابونو له امله تر اوسه ۱۸۹ کسان وژل سوي او ۱۵۰ نور ټپيان سوي دي.
د هغوی په خبره چي دغه سېلابونه د وروستيو اورښتونو له امله د افغانستان په شلو ولايتونو کي راوتلي وو، چي د ځاني زيانونو ترڅنګ ئې خلګو ته مالي زيانونه هم اړولي وو.
د دغو سېلابونو له امله په افغانستان کي ۷۰۴۷ کورونه او ۱۸۶۰ جریبه زراعتي ځمکه ويجاړه سوې ده او همدارنګه د هيواد په يو شمېر ولايتونو کي سلګونه کيلومتره سړک هم زيانمن سوی دئ.
په ورته وخت کي د سېلابونو له امله بې ځايه سوي کورنۍ د ط..البانو او نړۍوالو خيريه بنسټونو څخه د مرستي او لاسنيوي غوښتنه کوي.