د وال‌ ستریت ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی چي د امريکا ولسمشر ډ‌ونالډ ټرمپ او د هغه سلاکاران د ایران پر وړاندي د محدودو

د وال‌ ستریت ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی چي د امريکا ولسمشر ډ‌ونالډ ټرمپ او د هغه سلاکاران د ایران پر وړاندي د محدودو پوځي بریدونو د بیا پیل امکان ارزوي.
د يادي ورځپاڼي په حواله چي هغوی دا هم ګوري چي د هرمز تنګي کنټرول به د سولې خبرو او اوربند د ماتولو له پاره یوه لاره وي.
ټرمپ ويلي، چي د امریکا سمندري ځواک به سمدستي د هرمز تنګي کنټرول پیل کړي. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي، چي له ایران سره د امريکا خبري ناکامه سوې او اوسنی نازک اوربند له خطر سره مخ دئ.

د ټرمپ په وينا چي امریکا به هره هغه کښتۍ ودروي چي په نړۍوالو اوبو کي ایران ته پیسې ورکوي. هغه دا هم ویلي چي امریکا د ماینونو پاکول پیل کړي او هغه ماینونه ئې له منځه وړي چي ایران په تنګي کي ځای پر ځای کړي وو.
د هرمز تنګی د نړۍ د شاوخوا ۲۰ سلنه انرژۍ د صادراتو له پاره ډېر مهم دئ، خو ایران د جګړې پر مهال دا لار تر ډېره تړلې وه.
ټرمپ دغه راز زیاته کړې، چي هر څوک چي غیرقانوني پیسې ورکړي، په ازادو اوبو کي به خوندي تګ ونه لري، او که کوم ایرانی پر امریکا یا ملکي کښتیو ټکان وکړي سخت جواب به ورکول سي.

په ورته وخت کي د ايران سپاه پاسدارانو خبرداری ورکړی، چي که هره جنګي بېړۍ هرمز تنګي ته نژدې سي، دا به د اوربند ماتول وګڼل سي.