د ط..البانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي له خیریه بنسټونو غوښتي چي اړمنو کسانو ته د مرستو د وېش پر مهال د هغوی عکسونه

د ط..البانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي له خیریه بنسټونو غوښتي چي اړمنو کسانو ته د مرستو د وېش پر مهال د هغوی عکسونه او ویډیوګاني وانخلي.
د ط..البانو د عدلیې وزارت وايي، شرعي دا غوښتنه پرون په کابل او ولایتونو کي د خیریه بنسټونو له مسئولانو سره په یوه لیدنه کي کړې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کي ویل سوي، چي د مرستو د وېش پر مهال باید د اړمنو کسانو له عکس اخیستلو او ویډیو کولو ډډه وسي.