د ناروې د کډوالو شورا یا NRC وايي، افغانستان له سخت بشري

د ناروې د کډوالو شورا یا NRC وايي، افغانستان له سخت بشري، اقتصادي او اقلیمي بحران سره مخ دئ او د ناټو غړو هیوادونو د افغانانو د ملاتړ په برخه کي خپلي ژمني له پامه غورځولي دي.
د دې شورا مشر یان ایګلنډ وايي، د بشري مرستو د کمېدو له امله مرستندویه ادارې اړي سوي دي، چي اړمنو افغان کورنیو ته د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو په برخه کي خپلي مرستي راکمي کړي.
د NRC په وینا، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسي له شپږ میلیونو ډېر افغانان له ګاونډیو هیوادونو بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.

دغه شورا زیاتوي چي د بېرته راستنو سوو کسانو تر ۷۳ سلني پوري بېکاره دي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، د روان کال له پاره د افغانستان د بشري مرستو له اړتیا وړ بوديجې څخه تر اوسه یوازي ۲۶ سلنه تمویل سوې ده.
دغه شورا له نړۍوالي ټولني غواړي چي افغانستان ته بشري مرستي زیاتي کړي او د اوږدمهاله پرمختیايي پروژو له پاره هم پانګونه پراخه کړي، څو د هیواد له زیان‌منو کورنیو سره د اوسنیو ستونزو په کمولو کي مرسته وسي.