د ط..البانو د غزني د امنيې قومندانۍ څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د غزني د امنيې قومندانۍ څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره شپه د کندهارـ کابل پر لويه لاره په غزني ښار کي د ترافيکي پېښي له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه ترافيکي پېښه د رنجر او ۵۸۰ مسافر وړونکي بس موټر د ټکر له امله رامنځ ته سوې ده.
خبرپاڼه ليکي، چي په رنجر کي ناست دوه ط..البان وژل سوي او څلور مسافر په ياده پېښه کي ټپيان سوي دي، چي ټپيان د درملني په موخه د غزني ښار ولايتي روغتون ته انتقال سوي.