د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد آصف د جیو نيوز سره په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي دي

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد آصف د جیو نيوز سره په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي دي، چي ځيني وسله والي ډلي چي په افغانستان کي مېشتي دي، د بهرنيو قدرتونو په ملاتړ کوښښ کوي، چي پاکستان بې ثباته کړي.
د هغه په خبره چي پاکستان خپله اندېښنه څو ځله د افغان ط..البانو سره د دغو وسله والو ډلو په اړه شريکه کړې ده؛ خو د افغان ط..البانو له خوا د يادو وسله والو د کنټرول په برخه کي مثبت جواب نه دئ تر لاسه کړی.
د نوموړي په خبره چي د پاکستان دغه اندېښنه ئې د افغان ط..البانو ترڅنګ د نړۍوالو سره هم شريکه کړې ده؛ ترڅو د دغو وسله والو ډلو مخه ونيول سي.

د پاکستان د دفاع وزیر همداراز ویلي چي د اسلام آباد پر يوه جومات د وروستي ځ.انمرګي برید پېښه، چي ۳۳ کسان په کښي ووژل سول او لسګونه نور لمونځ کوونکي په کښي ټپيان سول د همدې ډلو د ګواښونو یوه بېلګه ده.
هېره دي نه وي، چي ط..البانو د پاکستان دغه ډول ادعاوي تل رد کړي او بې اساسه ئې بللي دي، د ط..البانو مشرانو څو ځله د پاکستان د ورته څرګندونو په اړه ويلي دي، چي ياده ستونزه د پاکستان کورنۍ ستونزه ده، افغانستان په کښي هېڅ ډول مداخله نه کوي.