د کډوالو د ملاتړ یوه نړۍوال سازمان خبر ورکړی، چي د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې ته امر کړی؛ څو د افغانانو د ځانګړو کډوالۍ ویزو «اېسایوي» د غوښتنلیکونو ارزونه بېرته پیل کړي.
د واشنګټن ډيسي د کولمبیا حوزې قاضي تانیا چاټکان په خپل حکم کي ویلي چي د دغو ویزو د پروسې نامعلوم ځنډ د کانګرس له قانون او د محکمې له پخوانیو پرېکړو سره په ټکر کي دئ.
يادي ادرارې ويلي حکومت مکلف سوی چي د یوه روښانه مهالوېش له مخي د غوښتنلیکونو څېړنه پر وخت ترسره کړي.
که څه هم امریکا ته د افغانانو د سفر په اړه د ټرمپ لګول سوی بندیز لاهم پر ځای دی، خو محکمې ټینګار کړی چي د اېسایوي دوسیې باید بې له ځنډه وڅېړل سي. قاضي زیاته کړې چي حکومتي چارواکي حق نه لري، هغه پروسه په یو اړخیز ډول ودروي چي کانګرس ئې د چټکتیا غوښتنه کړې ده.
دغه حکم د هغو زرګونو افغانانو په ګټه بلل سوی چي کلونه ئې په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو او ادارو سره کار کړی او د ویزو دوسیې ئې د اوږدې مودې له پاره ځنډېدلي وې.