د ط..البانو د هوا پېژندني ادارې د پنج شنبې په ورځ د افغانستان په پنځو ولايتونو کي د سختو بارانونو، د سېلابونو د راوتلو او تېزو بادونو اټکل کړی.
دغي ادارې ويلي چي په نورستان، لغمان، کنړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کي د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل سوی دئ.
د يادي ادارې په وينا چي د باران کچه په بېلابېلو سیمو کي له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پوري اټکل سوې ده.