د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) په کابل کي د ښوونځي ترڅنګ د چاودني له امله د ۴۲ ماشومانو پر ټپي کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د یونیسف د معلوماتو له مخي، ټپي سوي ماشومان د ۹ او ۱۴ کلونو ترمنځ عمرونه لري.
د ماشومانو او وسلهوالو شخړو له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر هم ویلي چي د دغي چاودني له امله د ماشومانو ټپي کېدل د اندېښنې وړ دي.
دواړو ادارو غوښتنه کړې چي د پېښې په اړه دي هر اړخیزه څېړنه وسي او د جګړې پر مهال دي د ماشومانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وسي.