د ط..البانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په نورستان، کنړ، لغمان

د ط..البانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په نورستان، کنړ، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونو کي د بارانونو د ورښت او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دئ.
دغه رياست د افغانستان په مرکزي، ختیځو، سويل ختیځو، سويلي، لوېدیځو او شمالي ولایتونو کي د نسبتاً تېزو بادونو اټکل هم کړی دئ.
د ط..البانو دغي ادارې د يادو ولايتونو د اوسېدونکو غوښتي چي د احتمالي بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو له امله لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.