د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په افغانستان کي ډېر کسان د کار او ښه ژوند په لټه کي پر قاچاقي او سختو لارو بهرنیو

د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په افغانستان کي ډېر کسان د کار او ښه ژوند په لټه کي پر قاچاقي او سختو لارو بهرنیو هيوادونو ته د تګ هڅه کوي، چي د دغو سفرونو پر مهال ګڼ شمېر ئې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د معلوماتو له مخي، ډېری کډوال د لوږي، تندي، سختو لارو، طبیعي پېښو او یا هم د قاچاقبرو د ناوړه چلند له امله مري او ځیني نور د لاري په اوږدو کي ورکېږي.
څراغ تلوېزيون دغه ويډيو تر لاسه کړي، چي په کښي بهرنيو هيوادونو ته پر سختو لارو د افغان کډولو ژوند انځوروي.