د ط..البانو د پنجشېر د ولايت مقام څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د پنجشېر د ولايت مقام څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنجشېر ولايت د کانو څخه ئې ۵۵۴۴ قيراطه زمرد د درې ميليونه او ۶۴۴ زره افغانۍ په بدل کي پر کورنيو سوداګرو خرڅ کړي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه زمرد ئې د ازادي داوطلبۍ د‌ لاري د سې شنبې په ورځ پر کورنيو سوداګرو خرڅ کړي دي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ط..البانو د افغانستان د کانو استخراج چټک کړی دئ. يوشمېر اقتصاد پوهان وايي چي دغه ډول د کانو چټک استخراج به راتلوونکي نسلونه تش لاس کښينوي او ګټه به ئې اوس محدودو خلګو ته رسېږي.