د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کابل کي ئې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کسان ئې د ۲۵ څخه تر ۳۰ پوري په دورو وهلي او د يوه کال څخه تر دوو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
بايد وويل سي چي ط..البانو په تېرو درو مياشتو کي ۲۸۱ کسان په عام محضر کي په دورو وهلي دي.