د ط..البانو د پنجشېر ولایت مقام د سې شنبې په ورځ اعلان کړی، چي د دې ولایت د کانونو څخه استخراج سوي درې زره ۸۳۵ قیراط زمرد ئې په ۹۰ زره ۱۱۰ ډالرو باندي خرڅ کړي دي.
د ياد ولايت د ط..البانو د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي چي دا زمرد ئې د ازادي داوطلبۍ له لاري پر کورنیو سوداګرو خرڅ کړي دي.
د هغه په خبره دغه زمرد په تېرو دوو اوونیو کي د حصه اول ولسوالۍ له معادنو څخه را ایستل سوي دي.