د افغانستان د ملي هویت په اړه
په افغانستان کي د تاجکانو تر منځ لږ تر لږه دوه واکمن فکري بحثونه (ګفتمانونه) د ملي هویت په اړه لیدل کېږي. لومړی ګفتمان تمدني–ژبنی دی، چي پر یوه ډول فراسرزميني تمدني هویت ټینګار کوي؛ دا ډول هویت افغانستان د منځنۍ اسیا او ایران سره په یو پرلهپسې او نږدې همشان فرهنګي تړاو کي تعریفوي. په دې چوکاټ کي تمدن د یوه نهنقدېدونکي، پرلهپسې او له تاریخه پورته مفهوم په توګه انځورېږي، او دننه یې شته پرېکونونه، شخړې او د واک اړیکي له پامه غورځول کېږي. دا لیدلوری د تاجکستان له رسمي تاریخلیکني سره ښکاره ورتهوالی لري؛ هلته چي تاجکستان، د منځنۍ اسیا د ترکتباره دولتونو تر منځ یوازینی غیرترک دولت، ځان د تمدن یوازینی وارث معرفي کوي او ترک قومونه د دې تمدن «بل لوری» ګڼل کېږي. په ایران کي هم ورته منطق روان دی، خو توپیر دا دی چي هلته تمدني «بل» اکثره عربان بلل کېږي.
په افغانستان کي د دې ګفتمان څرګنده بېلګه د مجیبالرحمن رحیمي صاحب اثر «تشکیل دولت در افغانستان» دی، چي ما پرې تفصیلي نقد لیکلی دی. دوهم ګفتمان چي د افغانستان د تاجکانو تر منځ سته، د ښاریتوب(شهروندۍ) ګفتمان دی. دا لیدلوری پر فردي حقونو، مدني برابري او د فرهنګي هویتونو پر ځای د ښاریتوب پر مفهوم ټینګار کوي. په دې چوکاټ کي ملي هویت تر ډېره د حقوقو او بنسټونو له نظره درک کېږي، او فرهنګي او تاریخي تړاوونه ثانوي ارزښت لري. په دې برخه کي د ډاکټر عمر صدر صاحب کتاب یو مهم اثر دی، چي له نظري او اصولي پلوه ځانګړی اهمیت لري.
خو، له دې واکمنو چوکاټونو څخه هېڅ یو په یوازي ځان نه شي کولای د افغانستان ملي هویت تشریح کړي او نه یې بنسټ کښېږدي. لکه څنګه چي ملي هویت یوازي د پښتني هویت ته راکم کولمناسب نه دي لکه چي د ځینو ناسیونالیستي روایتونو کي د احدي صاحب او د هغه د همفکرانو له لوري لیدل کېږي—د افغانستان تاریخي او ټولنیز پېچلتیا نسي روښانولای، همدارنګه د افغانستان هویت د سیمي په تمدني او ژبنیو ګفتمانونو کي حل کول، که د منځنۍ اسیا قومي دولتونه وي او که ایران، دا توان نه لري چي افغانستان د یوه خپلواک تاریخي او سیاسي ټولیت په توګه تعریف کړي. همدارنګه هغه لیدلوری چي ملي هویت یوازي د ښاریتوب پر حقوقي بنسټ تعریفوي، که څه هم مهم او ضروري دی، خو په یوازي ځان د افغانستان د هویت د مسئلې د درک لپاره بسنه نه کوي.
اساسي خبره دا ده چي د افغانستان ملي هویت نه د قومي انحصار محصول کېدای سي، نه د بهرنیو تمدني ساحو په منځ کي د ورکېدو پایله، او نه هم یوازي یو حقوقي او بنسټیز جوړښت. هر یو له دې لیدلوریو څخه، په یوه نه یوه ډول، یا تاریخي تنوع حذفوي، او یا افغانستان د یوه خپلواک سیاسي او تاریخي واحد په توګه د ګډ روایت د رامنځته کېدو امکان کمزوری کوي. له همدې امله، په دې چوکاټونو کي ملي هویت یا د شخړې وسیله ګرځي، او یا یو داسي انتزاعي مفهوم وي چي د ټولنې له تاریخي تجربې جلا وي.
له همدې زاویې هغه لیدلوري چي افغانستان د اقلیتونو هېواد بولي هم له تحلیلي بېانصافۍ او سیاسي نهعملیت سره مخ دي؛ ځکه په دې تعبیرونو کي د پښتنو تاریخي رول او ټولنیز ځای تر هغه حده راکمېږي چي ګواکي د پامیر له قرغیزو سره یو شان دي. دا ډول پرتله نه د افغانستان له تاریخي واقعیت سره سمه ده او نه د عملي او مسوولانه سیاست لار هواروي. له تاریخ او ټولني سره رښتینولي یوازي اخلاقي مکلفیت نه دی، بلکي یو سیاسي او واقعي اړتیا هم ده.
افغانستان هغه څه ته اړتیا لري چي یو مانادار او ټولمنلی مرکزیت رامنځته سي چي د ګډ هویت او روایت بنسټ جوړ کړي. له مرکزیت څخه موخه دلته د واک استبدادي تمرکز نه دی، بلکي د یوه ګډ مفهومي او سمبولیک چوکاټ شتون دی، چي وکولای سي افغانستان د یوه تاریخي ټولیت په توګه تعریف کړي؛ نه دا چي هېواد یوازي د پښتنو هېواد وبولي او نه یې د ګاونډیو هېوادونو په تمدني روایتونو کي ورحل کړي. دا ډول مرکزیت د سیاسي خبرو اترو، د ګډ تاریخي حافظې او ملي روایتي انسجام د امکان شرط دی.
په داخلي کچه، دا مرکزیت هغه وخت مشروعیت او دوام موندلای سي چي له یوه عقلاني، ټولشموله او ښاریتوب محوره نظام سره وتړل سي په دې معنا سیاسي عقلانیت دا غواړي چي عمومي قواعد، حسابورکوونکي بنسټونه او د قانون حاکمیت د شخصي، قومي او شبکوي اړیکو څخه وړاندي وي. همدارنګه ټولشمولیت دا معنا لري چي ژبني، فرهنګي او ټولنیز تنوع وپېژندل سي، بې له دې چي ارزښتي سلسلهمراتب رامنځته کړل سي.
البته ملي هویت باید د یوه ثابت، طبیعي یا ازلي ذات په توګه ونه پېژندل سي، بلکي دا یو تاریخي، سیاسي او ګفتماني جوړښت دی چي د واک د اړیکو، ګډې حافظې او سیاسي بنسټونو په بستر کي رامنځته کېږي. ملي هویت یوازي دا نه ښيي چي خلک څه دي، بلکي دا بیانوي چي یوه ټولنه ځان د یوه سیاسي ټولیت په توګه څنګه تعریفوي. پر همدې بنسټ، د افغانستان ملي هویت نه د توپیرونو په حذف کولو رامنځته کېږي او نه د مرکزیت په ردولو؛ بلکي د یوه ګډ تاریخي روایت او د عقلانیت، ټولشمولیت او د ښاریتوب د برابري پر بنسټ د سیاسي نظم تر منځ په یوه خلاق تعامل کي د تصور وړ دی.
یوازي په همدې چوکاټ کي کولای سو د داسې هویت خبره وکړو چي نه انحصارګر وي، نه تقلیدي او د ګاونډیو هېوادونو سره یو شان کوونکی، او نه هم یوازي انتزاعي؛ بلکي په تاریخ کي ریښې ولري او په عین حال کي راتلونکي ته پرانېستی وي. په بل عبارت، افغانستان نه باید د تاجکستان او ایران یوې ولایتي څانګي ته راکم کړل سي او نه هم د پکتیکا د یوه ولسوالۍ په څېر وګڼل سي؛ بلکي زموږ د هېواد ملي هویت باید هم زموږ د دنني واقعیتونو، ټولنیزو جوړښتونو، ورورولۍ او حقونو انعکاس وکړي، او هم په بهر کي—د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، فارسيوان ایران او پنجابي پاکستان تر منځ—د یوه خپلواک، پېژندل کېدونکي تاریخي ټولني په توګه، له خپل منطق او ځانګړي روایت سره موجود وي.