د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د مبارزې د چمتوالي ادارې د سې شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي د کابل په بګراميو ولسوالۍ کي ئې سل کيلو ګرامه بم خنثی کړی دئ.
د يادي ادارې په وينا چي دغه بم د تېرو جګړو څخه په ياده سيمه کي پاته سوی وو، چي تر موندلو وروسته ئې د هيلو ټرست مؤسیسې په همکاري خنثی کړی.
په ورته وخت کي د هيلو ټرسټ د ماين پاکۍ د مؤسیسې مسؤلينو ويلي، چي دغه بم د OFAB 100/120 ډوله د الوتکي بم و چي شاوخوا ۴۲ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په کښي موجود وه او فیوز ئې هم فعال و.