یوناما وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درو میاشتو کي د پاکستان د بریدونو له امله په افغانستان کي نژدې ۸۰۰ ملکي وګړي وژل سوي او ټپیان سوي دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په خپل تازه راپور کي ویلي، چي ډېری مرګژوبله په کابل، کنړ او پکتیکا ولایتونو کي اوښتې او زیاتره قربانیان ئې نارینه دي.
ياد سازمان دغه راز زیاتوي، چي ۶۴ سلنه تلفات د هوايي بریدونو او ۳۵ سلنه نور د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له امله رامنځ ته سوي دي.
یوناما همداراز ویلي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د ډیورنډ فرضي کرښي ته نژدې ۹۴ زره کسان بېځایه کړي، چي شاوخوا ۱۳ زره او ۴۰۰ کورنۍ په کښي شاملي دي. د راپور له مخي، دغو نښتو کورونو، جوماتونو، ښوونځیو او مالدارۍ ته هم درانه زیانونه اړولي دي.
يوناما په جګړه کي د ښکيلو غاړو څخه غوښتي چي د جګړې پر مهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او روان تاوتريخوالی دي د خبرو د لاري پای ته ورسوي.
دغه سازمان دغه راز د ط..البانو څخه هم غوښتي، چي په استوګنیزو سیمو کي د جګړهییزو وسایلو کارول بند کړي، د بشري حقونو د سرغړونو ادعاوي دي وڅېړي او د جګړو له زیانمنو سوو خلګو سره دي مرسته وکړي.
دغه راپور پر داسي مهال خپرېږي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ له نژدې اتو میاشتو راهیسي روان تاوتریخوالی لا هم نه دئ درېدلی او د دواړو لورو ترمنځ لاري په بشپړ ډول تړلي دي.