د هلمند ولايت د دېشو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، چي په دغه ولسوالۍ کي د روغتیايي خدمتونو کمښت او د امبولانس نشتون له امله ناروغان له جدي ستونزو سره مخ دي او ځیني ئې د درملني پر مهال تر لښکرګاه رسېدو مخکي ژوند له لاسه ورکوي.
د هغوی په وینا، ډېری ناروغان د درملني له پاره لښکرګاه او نیمروز ته انتقالوي، ځکه په ولسوالۍ کي لازمي طبي اسانتیاوی نسته.
هغوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چي په دغه ولسوالۍ کي ورته روغتيايي خدمات اماده کړي، ترڅو د ناروغانو تداوي ئې په همدې ولسوالۍ کي تر سره سي.
بلخوا، د هلمند د عامي روغتیا ریاست ډاډ ورکړی، چي د دېشو روغتون ته به ژر طبي تجهیزات او متخصص ډاکټران واستوي او د جراحي خدماتو اسانتیاوي به هم ورته اماده کړي.