د ط..البانو د کابل د علماوو شورا رئيس ملا دين محمد څو ورځي مخکي ادعا کړې، چي په کابل کي يوې ښځي پر يوه وخت د شپږو کسانو سره واده کړی و، چي شپږم مېړه ئې مجاهد و.
اوس يو ديني عالم د ملا دين محمد پر يادو څرګندونو نيوکه کړې او له هغه څخه ئې غوښتي چي دا ولس ته ثابته کړي، چي يوې ښځي څنګه په يوه وخت کي شپږ مېړونه درلودل.
هغه وايي ملا دين محمد دي دا روښانه کړي، چي دا نکاح ګاني کومو ملایانو تړلي وې.
هغه د ملادين محمد څخه د وضاحت غوښتنه کړې.