د کډوالۍ نړۍوال سازمان (I.O.M) د چهار شنبې په ورځ په خپل تازه راپور کي ويلي، چي په تېر ۲۰۲۵ميلادي کال کي ۱۴۹۲ افغانانو بهرنيو هيوادونو ته د قاچاقي تګ پر مهال خپل ژوند د لاسه ورکړی دئ.
ياد سازمان ويلي، چي افغانستان په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي د هغه هيواد په سر کي و، چي ډېر شمېر وګړو ئې پر قاچاقي لارو ژوند له لاسه ورکړی یا ورک سوي دي.
د ای او ايم یادي شمېرې ښيي چي، اوس هم افغانان د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته د تګ له پاره قاچاقي لاري انتخابوي چي له امله ئې د لارو په اوږدو کي د مرګ د ګواښ سره مخامخ کېږي.