د ط..البانو د کندهار د کرني او مالدارۍ رياست مسؤلين وايي

د ط..البانو د کندهار د کرني او مالدارۍ رياست مسؤلين وايي، چي دغه ولايت د چرګو د توليد فابريکه هره مياشت شاوخوا دوه ميليونه د چرګي چيچان توليدوي.
د ياد رياست د مسؤلينو په خبره، چي دغه توليد د ياد ولايت د غوښينو چرګانو د فارمونو اړتیا ۷۰سلنه پوره کوي او نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.
په ورته وخت کي د کندهار د چرګانو د چيچانو د تولید د فابریکو مسئولین زیاتوي، چي که حکومت او اړوند ادارې ورته نوري اسانتیاوي برابري کړي، نو پانګونه به هم ورسره زیاته سي او تولید به لا زیات پرمختګ وکړي. دوی دغه سکټور ته د مرکزي او سیمه‌ییزو چارواکو پاملرنه اړینه ګڼي.