د اسراییلو د پوځ د استخباراتو رئیس؛ پر ایران د يرغل لپاره لیدني تر سره کوو

د اسراییلو د پوځ د استخباراتو رئیس؛ پر ایران د يرغل لپاره لیدني تر سره کوو
اسراییلو د پوځ د استخباراتو رئیس د دې هېواد د استخباراتي ځواکونو سره یوځای، د اسلامي جمهوریت ایران پر ضد د احتمالي نظامي عملیاتو د تیاریو لپاره له مهمو ځواکونو څخه ګڼل کېږي.
وای‌نت راپور ورکوي چې شلومي بیندر، د اسراییلو د پوځ د استخباراتو رئیس، د لویدیځ په نظامي پلانونو کي یوه مرکزي څېره ګرځېدلی دی.

دا شدید نظامي تبادلې د واشنګټن او تل‌آویو ترمنځ په داسي حال کي کېږي چي امریکا په سیمه کي خپل نظامي حضور پیاوړی کړی او د مختلفو سناریوګانو په اړه له اسراییلو پوځ سره همږغي زیاتېږي، له توغندیزو او هوايي بریدونو نیولې تر محدودو هدفمند عملیاتو پوري.
مخکي له دې، دونالد ټرمپ اعلان کړی و چي د ابراهیم لنکن د الوتکې وړونکي بېړۍ په شمول یوه لویه بحري ډله ایران ته نږدې استول سوې ده، او د “لویي بحري ډلي” شتون یې یاد کړی و. هغه ویلي چي د ایران په وړاندي وضعیت متغیر دی او سره له دې چي بېړۍ ځای پر ځای سوې، د ډیپلوماتیکې لاري دروازې پرانیستي پاته دي، او مدعاً کوي چي د اسلامي جمهوریت چارواکي “غواړي خبري اتري وکړي”.
هممهاله، د امریکا ځینو چارواکو چي د نیویارک ټایمز سره خبري کړي ویلي چي د امریکا د ایران پر ضد احتمالي برید اندېښنې زیاتهٔ سوې، یو چارواکي ویلي چي د ابراهیم لنکن بېړۍ کولی سي په یو یا دوه ورځو کي د برید د ترسره کولو لپاره موقعیت ته ورسېږي، چي د سیمي د سرچینو په وینا د ایران او د دې متحدانو له خوا د امریکا د اډو پر ضد د تلافی برید خطر لري.

رویټرز راپور ورکوي چي ټرمپ د ایران پر ضد د مختلفو انتخابونو په ارزولو بوخت دی، له هدفمند بریدونو نیولې تر احتمالي اعتراضونو د رامنځته کولو پوري.
عرب او اسراییلي چارواکي ویلي چي یوازي هوايي بریدونه د اسلامي جمهوریت د رژیم نسکورولو لپاره کافي نه دي.
څو امریکايي سرچینې رویټرز ته ویلي چي ټرمپ هڅه کوي د ایران پر ضد داسې شرایط برابر کړي چي وروسته له وروستیو اعتراضونو او د حکومت له خوا د زرګونو کسانو د وژنې وروسته، د رژیم بدلون ممکن کړي.

رویټرز راپور ورکوي چي ټرمپ لا تر اوسه د ایران پر ضد وروستۍ اقدام او نظامي انتخاب نه دی نیولی، خو د ابراهیم لنکن او نورو بېړیو ننوتل په سیمه کي د هغه د نظامي امکاناتو د پراختیا سبب شوي دي.
په راپور کي دا هم ویل سوي چي څلور عربي، درې لویدیځ سفارتکاران او یو باوري لویدیځ سرچینه اندېښمن دي چي داسي برید ممکن د خلکو اعتراضونه کمزوري کړي، نه چي زیات کړي. د ایران د اعتراضاتو د ملاتړ لپاره پراخ نظامي ملاتړ پرته، اعتراضونه “میړني خو په نهایت کي ماتي خوړلي” پاته کېږي.
د راپور په پای کي ویل سوي چئ ایران په داسي حال کي چي ځان د احتمالي نظامي مقابلو لپاره چمتو کوي، د ډیپلوماتیکو چینلونو کارولو ته هم دوام ورکوي، که څه هم واشنګټن “د ډیپلوماتیکې لاري لپاره پرانستي لاره نه ښيي”