د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت ويلي، چي د کابل ولايت د ۱۵ امنيتي حوزې په ساحه کي ئې د وسله والي نښتي پر مهال درې وسله وال غله وژلي.
دغه وزات ادعا کړې، چي يادو کسانو څه موده وړاندي د افغان یونایټد بانک پر موټر هم بريد کړی وو، چي دوه کسان ئې وژلي وو او يوه اندازه پيسې ئې هم د ځان سره وړي وې.
د ياد وزارت په وينا چي وژل سوو کسانو په بېلابېلو جنايي پېښو کي لاس درلود.