د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د رواني اوونۍ په جريان کي ۳۸۹ د افغان کډوالو بنديان د پاکستان د‌ زندانونو څخه ازاد سوي او بېرته افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د څه مودې راهيسي د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو، چي تر ازادېدو وروسته افغانستان ته راغلي.
د افغان کډوالو دغه زندانيان تر ازادېدو وروسته د کندهار د سپين بولدک او د ننګرهار د تورخم د لاري افغانستان ته راغلي دي.