د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، په تېرو څه کم درو کلونو کي له شپږ میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته راغلي.
د دې ادارې په وینا، د راستنېدونکو افغانانو لویه برخه له ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان، څخه افغانستان ته راغلي.
دغه اداره زیاتوي چي د دغو افغانانو ډېری ئې په خپله خوښه نه دي ستانه سوي، بلکي د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ایستلو او فشارونو له امله افغانستان ته بېرته تللي دي.
دغه اداره وايي، د دومره لوی شمېر راستنېدونکو راتګ پر افغانستان د بشري مرستو، سرپناه، روغتیا، کار او نورو اساسي خدمتونو اړتیاوي لا زیاتي کړي دي.