د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، له ایران سره د روسیې هر ډول پوځي یا تخنیکي مرسته به د امریکا د اقداماتو مخه ونه نیسي.
روبیو ویلي، روسیه د اوکراین په جګړه کي ښکېله ده، خو که مسکو له ایران سره د امریکا پر وړاندي د مقابلې له پاره مرسته وکړي، واشنګټن به ئې د خپلو اهدافو له پاره خنډ ونه ګڼي.
هغه زیاته کړې، چي امریکا د ایران د فعالیتونو په اړه له روسیې سره ګډ دریځ نه لري او واشنګټن د خپل هیواد او ځواکونو د ساتني له پاره د اړتیا وړ اقداماتو توان لري.