د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي تېره ۵۶۰ د افغان کډوالو کورنۍ چي ټول ټال ۲ زره او ۸۱۸ کسان کېږي، د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د ننګرهار د تورخم د لاري، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام کلا او د نيمروز ولايت د وريښمو پله د لاري د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې اخراجوي.