د ط.. البانو مشر م.لاهب.ت الله د ځانګړي حکم په اساس د کندهار پوهنتون مخکنی رئيس مولوي عبدالرحمن طيبي د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ د معين په توګه ټاکل سوی او پر ځای ئې مولوي عبدالرحمن غزنوي د کندهار پوهنتون د نوي رئيس په توګه ټاکل سوی دی.
د کندهار پوهنتون نوی رئيس مولوي عبدالرحمن غزنوي د کندهار پوهنتون استادانو او کارکوونکو ته معرفي سوی او خپله دنده ئې پيل کړې ده.
غزنوي د خپلي دندي د پيل پر مهال ژمنه کړې، چي هڅه کوي د کندهار پوهنتون د پرمختګ له پاره لا ډېر کارونه تر سره کړي.
د يادوني وړ ده، چي د پوهنتونونو رئيسان بايد د پوهنتونونو د لوړ رتبه لرونکو مشرانو استادانو څخه و ټاکل سي، خو ط..البان يوازي د خپلي ډلي ملايان د پوهنتونونو د رئيسانو په توګه ټاکي.