د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي تېره ورځ ۳۷۵ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۲۴۷ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او يوه کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي، چي په همدې ورځ ۷۲ د افغان کډوالو کورنۍ د نيمروز ولايت د وريښمو پله د لاري او ۵۵ د افغان کډوالو کورنۍ د هرات ولايت د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.