د ایران مهر خبري اژانس راپور ورکړی

د ایران مهر خبري اژانس راپور ورکړی، چي د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو له پاره د احتمالي تفاهم ‌لیک متن لا هم د ایران د چارواکو له لوري تر ارزوني لاندي دئ او تر اوسه امریکا ته رسمي جواب نه دئ استول سوی.
په راپور کي ويل سوي، چي د امریکا د پخوانیو ژمنو د نه پوره کولو له امله تهران په ډېر احتیاط سره د د دغه هوکړه ليک جزییات څېړي او هڅه کوي، چي له هر ډول احتمالي هوکړي څخه عملي او محسوسي ګټي ترلاسه کړي.
سرچینې زیاته کړې، چي ایران د امریکا په وړاندیز کي د عملي تضمینونو، مشخصو اقداماتو او د هوکړي د بېرته راګرځولو پر میکانیزم تمرکز کړی او باور لري، چي واشنګټن د جګړې د دوام په اړه تر تهران ډېر اندېښمن دئ.