د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ ۸۷۰ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۴۷۶۵ تنه کېږي د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په ياده خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۷۲۶ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري، ۷۴ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک او ۱۲ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي دي.
په خبرپاڼه کي ليکل سوي چي په همدې ورځ د نيمروز د وريښمو پله د لاري ۴۰ کورنۍ او ۲۹ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.