افغان الاصله مېرمن رابعه نسیمي د بریتانیا د کارګر ګوند له خوا د لوېدیځ لندن د محلي شورا په ټاکنو کي بريالۍ سوې ده

افغان الاصله مېرمن رابعه نسیمي د بریتانیا د کارګر ګوند له خوا د لوېدیځ لندن د محلي شورا په ټاکنو کي بريالۍ سوې ده.
نوموړې د اکتون په ټاکنیزه حوزه کي تر ۱۲۰۰ ډېرو رایو په اخیستلو سره د ياد ګوند د محلي شورا غړې ټاکل سوې ده.
د اعلان سوو پایلو له مخي، په دې حوزه کي د کارګر ګوند درې تنه نوماندان بریالي سوي دي. رابعه نسیمي د ۱۲۰۷ رایو په ترلاسه کولو د خپل ګوند دویمه مخکښه نومانده وه، په داسي حال کي چې سټیفن اوون ډونلي ۱۲۲۹ او هیټیش ټیلور ۱۱۲۳ رایي خپلي کړي دي.

رابعه نسیمي د ط..البانو د لومړۍ دورې پر مهال، په کوچنیوالي کي له خپلي کورنۍ سره بریتانیا ته کډه سوې وه. هغې خپلي لوړي زده‌کړي په لندن کي ترسره کړې؛ لومړی ئې د ګولډسمیت پوهنتون څخه د ټولنپوهني لیسانس واخیست او وروسته ئې د لندن د اقتصاد او سیاسي علومو له پوهنتون څخه ماسټري بشپړه کړه.