د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي تېره ورځ ۱۵۰ افغان کډوال، چي د وګړو شمېر ئې ۷۰۹ تنه کېږي د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۵۶ د افغان کډوالو کورنۍ د ننګرهار د تورخم د لاري او ۶ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي په همدې ورځ ۸۸ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران څخه افغانستان ته راغلي.