د بغلان د ط..البان د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جمعې په ورځ سهار وختي د شمالي سالنګ په سيمه کي يو مسافر وړونکی ۵۸۰ ډوله بس د ټانکر سره ټکر سوی، چي له امله ئې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي ۵ کسان وژل سوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.