د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دوشنبې په ورځ ۵۱۱ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۲۴۲۴ تنه کېږي د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پاکستان څخه راغلي افغان کډوالو د پاکستان دولت د اسنادو نه موجوديت له امله په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي دي او افغانستان ته راغلي.
د ط..البانو په دغه خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۱۵۸۲ افغان کډوال د تورخم د لاري او ۱۲۲ افغان کډوال د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي، چي ۶۴۰ افغان کډوال د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۸۰ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.