د افغانستان د بشري حقونو پخوانی کمېشنر نادر نادري ویلي

د افغانستان د بشري حقونو پخوانی کمېشنر نادر نادري ویلي، چي د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره وروستي بریدونه د نړۍوالو قوانینو له مخي تیری ګڼل کېږي او نړۍوال عدالت باید غور پر وکړي.
هغه ټینګار کړی، چي د ط..البانو کړني پاکستان ته د دې اجازه نه ورکوي، چي پر افغانستان حمله وکړي او عام خلګ ووژني.
نادري د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې يادونه کړې او ویلي ئې دي، چي پاکستان هېڅ قانوني حق نه لري، چي د ځان د دفاع په نوم د افغانستان پر ضد ځواک وکاروي.

هغه پر نړۍوالي ټولني ږغ کړی، چي د افغانانو د خوندیتوب په برخه کي چپ پاته نه سي او د پاکستان څخه دي د دغه کرغېړن عمل پوښتنه وکړي.
پاکستاني چارواکي بیا استدلال کوي چي افغان ط..البان د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌والو ته ځای ورکړی، خو ط..البان دا تورونه رد کړي او ویلي ئې دي چې دا موضوع د پاکستان کورنۍ مسله ده.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم ویلي، هیواد ئې د ترهګرۍ پر وړاندي د خپل ځان د دفاع حق لري، خو نادري وايي، دا دلیل د ولسي وګړو وژني یا د افغانستان د خاوري د نقض جواز نه سي کېدای.

بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري یوازي هند د پاکستان د بریدونو غندنه کړې.