د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د‌ شنبې په ورځ ۷۵۹ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په ياده خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۶۷۹ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري، ۶۵ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک او د ۱۰ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي دي.

په خبرپاڼه کي ليکل سوي چي په همدې ورځ د نيمروز د وريښمو پله د‌ لاري ۲ کورنۍ او ۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
بايد وويل سي، چي د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویلي، چي د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې تر اوسه شاوخوا ۵.۴ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.