په افغانستان کي ملګرو ملتونو د بشري بيا ځای پر ځای کولو پروګرام (UN-Habitat) اعلان کړی، چي د روان ۲۰۲۶ میلادي کال په ترڅ کي شاوخوا ۴.۲ میلیونه کسان سرپناه ته اړتیا لري.
دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ ویلي چي یاد شمېر خلګ نه یوازي د اوسېدو ځای ته؛ بلکي غیرخوراکي توکو ته هم اړتیا لري.
د ياد پروګرام په وینا، مناسبه سرپناه د یو باثباته راتلونکي له پاره لومړنی او مهم ګام بلل کېږي او په دې برخه کي بايد جدي اقدام وسي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم مخکي ویلي و، چي په افغانستان کي به له څلورو میلیونو څخه ډېر کسان د سرپناه اړتیا ولري. د اوچا په وینا، طبیعي پېښو، د کډوالو بېرته راستنېدو او اقتصادي ستونزو د خلګو اړتیاوي زياتي سوي.
اوچا زیاته کړې چي پلان لري ۸۸۱ زره کسانو ته د بیړنیو سرپناوو او غیرخوراکي توکو په برابرولو کي همکاري وکري. ياد سازمان ويلي د دې هدف د عملي کېدو له پاره له ۱۶۰ میلیونه ډالرو څخه ډېري بوديجې ته اړتیا ده.